Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-04-21  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

غزل

تاچي راته سرې شونډي شکري کړې

ماهم بیادصبرجامې ليرې کړې

بس نوردنازونووړدي نه یمه
تیري مي په ځان کنډي کپرې کړې

اخلې په وړیا رانه دزړه جوهر
سترګي دي ملالي سوداګري کړې

ښکلیه! ستامرغۍ سترګي مي ښکارنه کړي
ماتي مي دزړه د باز وزري کړې

څه که تا دزلفو زغره واغوسته
ماهم دفولادوسورئ زغري کړې

وژنې مي! که څه کیسه ده یاره نن؟
سترګي دي غوسې ته برابري کړې

تادمحبوبیت نغمې غبرګوني کړې
مادتنهایي عمرسندري کړې

راکړه په بدل کي یوبوسه یاره
اوښکي مي ستاهارته ملغلري کړې

نورشاه نوراني   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005