Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-20  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد سرور تدبير

د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
محمد سرور تدبير د محمد ابراهيم زوى په 1357ل كال د كندهار په درېيمه ناحيه كې زېږېدلى دى. زده كړې يې په خصوصي ډول ترسره كړي، چې په ستونزو سره ليك لوست كولاى شي. نوموړى له څو كلونو راهيسې د كوټې په چالوباوړۍ كې مېشت دى، چې د خپلې كورنۍ ستونزې ورترغاړې دي، نو ځكه يې كار ته ملا تړلې او اوس يو ماهر خامك ګنډونكى دى. له 1379ل كال راهيسې شعرونه ليكي، چې تر نژدې مهاله يې تر 250زيات غزلونه ليكلي دي.
شاعري يې د خوښۍ يوه غوره وسيله ده، د حميدبابا او رحمان بابا له شاعرۍ سره ډېره مينه لري او په اوسمهالو شاعرانو كې يې د عبدالباري جهاني شعرونه ډېر خوښېږي. خو له شعر څخه يې داسې ښكاري چې زياتره له لرغونو شاعرانو اغېزمن وي.
شعر يې ساده ګي لري، ډېرو خلكو ته خو به ځكه پيكه وي، چې دغه ډول ډېرې خبرې يې اورېدلي، خو بايد ووايو چې تدبير خپلو دغو خبرو ته بېل رنګ وركړى، څرګنده ده چې: ”د ځمكې پر مخ تر ټولو ارزانه متاع نظريه ده“. تر ډېره كچه بايد د ښې او بدې نظريې توپير وشي.
كله چې بيا خبره د هنر په باب وي، نو موږ بايد د غوڅې پرېكړې حق هم هغه چا ته وركړو، چې لږ تر لږه د هنر په نزاكتونو او باريكيو پوه وي. په خپله هم په ځان كې د هنر تومنه ولري. بله دا چې كره كتونكي بايد پر اثارو خبرې وكړي، نه پر اشخاصو، كه داسې وشي ښايي هېڅوك هم د كره كتنې لپاره خپل اثر وړاندې نه كړي، هرڅوك به خپل اثر غوره ګڼي او كره كتونكي به ورته د خپلې كيسې يا شعر (لېوه) ښكاري.

تمه
زړه مې په تا پسې بيمار دى، ګله كله راځې؟
د ځيګر كور مې سور انګار دى، ګله كله راځې؟
تر ځيګر غشي مې ختلي دغه ستا د ابرو
زړه مې نښان ستا د قمار دى، ګله كله راځې؟
سترګې ړندې، دماغ خراب سخت الوده دې كړمه
نور مې له ژوند څخه انكار دى، ګله كله راځې؟
دا نيم بسمل غوندې ژوندون دې پر ما ښه لورېږي
زخمي وتلو ته څه وزګار دى، ګله كله راځې؟
راكړه نقاب د مخ، په اوښكو يې درومينځمه
تدبير مطلب ستا ښه اخطار دى، ګله كله راځې؟.

مجنون
زه له وخته مجنون نه وم، تا مجنون كړم
نيم بسمل غوندې مفتون دې په جنون كړم
تا قدم ته مې خوشبينه دوه لېمه دي
ستا وعدو د معطلۍ ما په سترګو روڼ كړم
كه واصل شم پرې سوځېږم پروانه يم
جدايي هم تېز خنجر پاره لړمون كړم
زما دې اوږد منزل د خيال و اتل وران كړ
ياقوتي شونډې ته زور وركړه سكون كړم
د تدبير د حال قاصده! څله تښتې
رنګ او زور دې د غمزو په غوږو كوڼ كړم.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005