دخاطر ددې غزل ترسيوري لاندې
خاطره ياردې په خيبر کې اوسي
ټوله دره له سپېلنو ډکه شه
درد
څنګ چې څنګل ستاله بنګړوډکه ده
هومره زما له ز و لنو ډکه ده
زړونه ژوندون په کې کولی نه شي
دزړه دنيا مې له ازغو ډکه ده
له محبت نه ېې ويستی نه شمه
څوکه مې ژبه له توبو ډکه ده
نور پرې يوګام هم ايښودی نه شمه
دژوندون لار مې له ازغو ډکه ده
دزړه دنيا به مې شي څنګه جوړه
ديارچې زنه له خالو ډکه ده
راځه راځه له نظر مه يرېږه
دثاقب غېږ له سپېلنو ډکه ده
اميرالله ثاقب_خوست
2008/4/25