ګرد چي په هينداره وي ښـه نه ښكاري
ښـه كـه مزيداره وي ښـه نه ښكاري
ځان دي د الفت په شتو سمبال كړي ښه
څوك چپ بې نګاره وي ښـه نه ښكاري
شور خو په واده او هم په مړه كښي وي
دا چي پـه قـلاره وي ښـه نه ښكاري
ځان له دي كار غواړي چي هر رنـګه وي
ځوان چي بې روزګاره وي ښـه نه ښكاري
خال دي يو پـه زنه بـل پـه ټنـډه بـس
ياره چي بې شمـاره وي ښـه نـه ښكاري
تـل چيد بـل بـدو لـه لمـن وهـي
ډير كه پرهيـزګاره وي ښـه نه ښـكاري
ښكلي وي لونـګ او د مرجـان غـمي
مګر چي بې تـاره وي ښـه نه ښـكاري
څو به د هر كار لره سـر ټيـټ وړمــه
تل كه داسي يـاره وي ښـه نه ښـكاري
يا رومانـه سـتا شډل بـډل غــزل
ډير كه رومانـداره وي ښـه نه ښكاري