ژوند مي له سا سره تړون کړی دی
نن مي اشنا سره تړون کړی دی
موږ به له مرګ نه پس هم مینه کوو
هغې له ما سره تړون کړی دی
نور به دا خپل ځای خوشحالي ته پرېږدم
غم له مسکا سره تړون کړی دی
ها د ښایست هغه د میني قاتل
نن له ښکلا سره تړون کړی دی
نور به محراب ته هم جامونه وروړم
ساقي ملا سره تړون کړی دی
هغه ده شونډو کي مسکۍ _ مسکۍ ده
(ژوندون) یو چا سره تړون کړی دی
عبدالله شاه ژوندون /غزني قره باغ
www.tolafghan.com/qarabagh