بهارونه
جانانه چي بې تا وي بهارونه بې معنا دي
ګلونه بې معنا دي ګلشنونه بې معنا دي
چي ستا دسپينولېچو دبنګړوشرنګ په کي نه وي
په خدايګوداسازونه سرودونه بې معنا دي
جانانه ستاپه نه شتون کي وماته باور وکه
دا ناستي او ولاړي محفلونه بې معنا دي
ترڅنګ مي چي ته نه وې اې! زما دسترګوتوره
پرې اور پوري کومه جنتونه بې معنا دي
چي تا په کي ونه ستا يمه اې! دمشکور ميني
نو بيا زما اشعاراو غزلونه بې معنا دي
بادشاالدين مشکور_خوست