په زړه داغلی ګرځم
ستا غم ځپلی ګرځم
د خپل جانان کلي کي
اوس غلی _غلی ګرځم
ته مسيحا يې بيا هم
زه دردېدلی ګرځم
اوس دي هم لاري څارم
نه چي ناهيلی ګرځم
د بيلتانه په اور کي
تل سوزيدلی ګرځم
رقيبه ستا له لاسه
تل زورېدلی ګرځم
خوښ يمه ستا په عشق کي
ستم وهلی ګرځم
پښتو په تا مين يم
ځکه ښاغلی ګرځم
انوارالله وفي