Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-20  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد صادق ژړك

د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
محمد صادق ژړك د خواجه محمد كاكړ زوى، په 1970م /1349ل كال د كوټې ښار په نوي كلي نومې سيمه كې زېږېدلى دى.
له اره د پښين د چرميان تاريخي كلي دى. خو په نوي كلي كې يې زياته استوګنه كړې ده، لومړنۍ زده كړې يې په ګورنمنټ هاى سكول كوتوال- كوټه كې ترسره كړي، منځنۍ زده كړې يې په ساينس كالج كې وكړې اوله كوټې پوهنتون څخه يې په پښو ام اې (ماسټري) وكړه. بيا يې په ژورناليزم كې هم ماسټري اخيستې ده او اوس د پوهاند سيال كاكړ پر ژوند او فن باندې ايم فل كوي. د دې ترڅنګ يې په همدغه ښار كې د ”پښتو ادبي غورځنګ“ په نامه د يوې ادبي او فرهنګي ټولنې بنسټ هم ايښى دى، چې زياتره فرهنګپال او ادبپال ځوانان يې غړي دي او دغه ټولنه يو مستقل دفتر لري، چې د كتابتون تابيا يې هم كړې ده.
ژړك په كوټه كې يو داسې نامتو مبارز كس تېر شوى چې د انګرېزي استعمار پرضد به يې د مبارزې ډګر تود ساته، صادق ژړك هم دا تخلص د هغه له كبله غوره كړى دى.
د ښوونځي له لسم ټولګي راهيسې يې په شعر ويلو پيل كړى او تر دې ګړيه يې قلم نه دى ايښى. په ځينو مجلو، ورځپاڼو او جريدو كې يې شعرونه او يو لړ ليكنې راغلي دي. دى يو سياسي شعور لرونكى شاعر، ليكوال او ژورناليسټ دى، چې تل يې د خپل هېواد پر غرونو او سيمو د ازادۍ نغمې ږغولي او هيله لري، چې يوه ورځ يې د هېواد سيمه سمسوره او د استعمار كرښې ترې ليرې شي، كلك پښتون او مېلمه پال ځوان دى، كه هرڅه وي، بيا هم د خپلې ژبې او حقوقو د ښه والي او سمسورتيا لپاره مبارزه نه پرېږدي. شعر يې د فكر په لحاظ ارزښتمن دى، ټولنيز مسايل هم له پامه نه غورځوي، لر و بر دواړه يو بدن ګڼي، نه د شرق خبره كوي نه د غرب. بلكې يوه سيمه خپل كور ګڼي. د ده په زيار په لومړي ځل په كوټه كې پښتو نړيواله څېړنغونډه جوړه شوه، چې په 2003م كال كې يې دغه ريكارډ ټينګ كړ او دا وياړ يې وګاټه. دغه راز لمبه دوه مياشتنۍ مجله هم خپروي، چې په ډېرو هېوادونو كې لوستونكي لري.

د پښتو خبرې
درته كومه نن يو څو خبرې
تش په پښتو كې د پښتو خبرې
تورو تيارو كې درته لاره ټاكي
د ملنګ جان د ترانو خبرې
قلم په څوكه چې غورځنګ راوسته
د سيال كاكړ د غورځنګو خبرې
چې په ميوند كې ځوانان وپارول
هغې ملالې د ټپو خبرې
خوږو ملګرو! تئ ته ياد دي كه نه؟
د بختاني د نصيحتو خبرې
ولې بندي نسيم ميدان ته وتې
د هغو ځوانو ولولو خبرې
چې زولنې يې د زندان ماتې كړې
د غني خان د پنجرو خبرې
غيرت په چيغه چې يې ولړزول
د استبداد د اپونو خبرې
باچا خان تل راته ويل وينا كې
د پښتنو د يو كېدو خبرې

نو راځئ يو شو چې جرګې جوړې كړو
دا نړېدلې كنډوالې جوړې كړو
له منځه يې وركو د خېلو خبرې
نوي زمان ته افسانې جوړې كړو
تربورګلوي او ځانځاي پرېږدو
بيا به ساقي ته پيمانې جوړې كړو
چې د وصال په تمه ناست وو مدام
هغو بلبلو ته باغچي جوړې كړو
چې پر وطن باندې سرونه وركړل
درځئ قبرو تې سرې جنډې جوړې كړو.

نه بخښمه
كاږه كاته خو مه كړه، په كتو دې نه بخښمه
چې زما زړګى دې يووړ په ليدو دې نه بخښمه
د سترګو شوخ نظر دې زما په زړه كې غشي ښخ كړل
په حال چې خبر نه شې، تر هغو دې نه بخښمه
په ناز دې ښه خبر يم، دا د مړو سترګو كتل دي
زما ژوند شو بېكراره، په سجدو دې نه بخښمه
ستا مينه او زما مينه، د يوه جنون له اوره
لاس سوځم مبتلا يم په لمبو دې نه بخښمه
د عقل ولولو كې اراده زما پخه ده
زه كاڼى د سارا يم، په ګودرو دې نه بخښمه
لا فخر څنګه نه كړم چې په غېږه كې دې مړ شم
د ځان په واك كې نه يم په غمو دې نه بخښمه
په حال د ځكندن كې چې حلق وچ شي نو صنمه!
زه غواړمه زمزم، په تش اوبو دې نه بخښمه
قسمت زما دې اوسي ستا د خيال په منارو كې
ديدن دې زما فرياد دى، په سلګو دې نه بخښمه
لاسونه رااوږده كړه، په ورغوي به دې ښكل كړم
عزته! تلوار مه كړه، په اننګو دې نه بخښمه.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005