Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-04-28  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

جانانه

( يادونه:ګرانو لوستونكو او زما د ادب    د بڼ ملګرو  مخكې به ما له خپل نوم سره د( مجبور) تخلص ليكه خو دبعضو ملګرو په مشوره او غوښتنه اوس له خپل نوم سره د (قدرت ) تخلص ليكم )
قدرت الله (قدرت) خوست             

    جانانه
لمر زريني وړانګي وپاشلې
ماذيګري خداى په آماني واخيسته
جهان ماښام ته خوش آمديد ووې
ما د ګودر پر هغه بره څنډه
ستا د راتلو شيبې_ شيبې شمارلې
خو ستا درك چيري ونه لگېده
نن دي يوه بله وعده هم ماته كړه
يا په ما ګرانه زما نادانه اشنا
ستا د وعدو خلاف ورزي چي ګورم
نو په قسم دى ګرانه شك مي وشي
ته راته سم مسلمان نه ښكارېږې
خو دا يوه خبره واوره اشنا
دا ته چي هر څه يې او هر څنګه يې
زما جانان يې په ما ګران يې بالا
بغير له تانه زندګي نشم كړاى
دا ستا د هر آمر تابع يم ګله
هره قيصه او فيصله دي منم
دا ستا لپاره هر څه كړلى شمه
سر به دي څه خوږوم
خو لنډه دا چي اشنا
هغه ټپه دي اورېدلې كه نه
يار مي هندو زه مسلمان يم
د يار لپاره درمـسال جارو كومه

 

 

قدرت الله قدرت_ خوست   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005