چي د پيسو په سر سړى شـي سـړى
نو سرچپه كارونه كړى شـي سـړى
په خپل دريځ باندي چي كلك ولاړ وي
لكه صدام په دار كوړاى شـي سـړى
كه زنده جان همجنس يې خولې ته نه وړي
خو د سړي غوښي خوړى شـي سـړى
د تږي تنده بـه پرې ماتـه شـي خـو
چي د سړو اوبـو ګـړى شـي سـړى
چي په سره اور كي د سره اور غوندي شي
په سپين مړوند د سرو بنګړى شـي سـړى
مسكيـنه هـغه سـړى ښـه سـړى دى
چي د بل غـم په اوږو وړى شـي سـړى