خوب
ګرانې بيګامې بدرنګ خوب ليدلی
ماوې چې چاته به يې نه وايمه
خو ګرانې ته چې مې نظرته راغلې
تا ته دخوب ټوله قيصه وايمه
ستااننګو داسې سورخي شيندله
لکه تازه وي غوړيدلی ګلاب
زماؤسپين مخ داسې زېړاوښتی
لکه خزان چې وي وهلی ګلاب
تادواړو شونډو له ؤرنګ ورکړی
له خوشحالی دې سره خوله نه ورتله
زماوې دواړه شونډې سختې وچې
ځکه له خولې ورته اوبه نه ورتله
ستاپه کاله کې جونې نه ځائېدې
کړو ېې اتڼ او خندا ګانې ېې کړې
خوماته هم ؤ ډېرزلمي راغلي
سترګې ېې سرې وې ژړاګانې ېې کړې
له تا ګلونه سره او زېړچاپېر وو
خو تاپه خپله ورته هېڅ نه کتل
ګرانې زه هم وم دګلونو مېنځ کې
خووم ناتوانه ماهغه نه ليدل
خو فرق صرف داؤ راته غوږ شه ګرانې
دناوي توب ډولی کې ناسته وې ته
زماله زنې سپينه رنجه تاو وه
دجنازې په کټ کې ايښی وم زه
خوچې شوم ويښ نو دستي پاڅېدمه
او ائېنه مې ځان ته و نيو له
رنګ مې ؤزيړ او وارخطاغوندې وم
يوه شيبه مې ځان ته ونيوله
ښه ده چې کوردې رانيږدې دی مونږ ته
هغه شيبه مې ستااواز واورېده
او بياڅه لږشان غوږنيولی شومه
نه مې ژړا اونه مې ساز واورېده
خواوس دخوب له نومه بدمې راځي
ځکه چې رنګ ېې دبېلتون راوړی
په عاشقانو ېې هېڅ زړه نه سوزي
سم ېې دغم غوندې قانون راوړی
اميرالله ثاقب_خوست
2008/4/13