تل درانه با رونه وړم او دا مي کا ر دی
تل مي پېټی په خوږ منو اوږو بار دی
لر ي لا ري لو ی مز لو نه مي په بر خه
ستړ ی عمر را په برخه زما خو ار دی
خره ته بار په خپلو مټو کړي ور پورته
ما وبار ته چو کوي دا یې اختیار دی
سپېره ځوځ په ما پېرزودي نورڅه نشته
د و ښو بیا د غوا یي مخ ته انبار دی
اس خوڅه کوې چي څه خوري اوڅه کاندي
دپا چا په شان یی ژونداو ټول رفتار دی
زهء دا ټول منم زغمم چي هر څه کېږي
له څښتن نه ګیله نلرم ناچار دی
خو پدی باندي خوابدی یم (مظلومه)
چي په خرهء پسې تړلی مي مهار دی