د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
محمد صادق مينيار د ارواښاد حاجي اختر محمد زوى په 1346ل كال د روزګان ولايت چورې ولسوالۍ د لانده پاتان د دېب دالي په كلي كې زېږېدلى دى.
خپلې زده كړې يې د ترينكوټ ښار د سدالخان په لومړي ښوونځي كې تر اووم ټولګي پورې رسولې دي، نورې هغه ورڅخه پاتې دي، ځكه چې اقتصادي ستونزو ورمخه كړه، د دې ترڅنګ د جګړو كلونو او نورو لالهانديو يې هم د ژوند پر لار ورته ستونزې وزېږولې.
له 1365ل كاله راهيسې شاعري كوي، په 1361ل كال د كندهار لرغوني ښار ته راغى، چې تر دې مهاله پورې همدلته د كندهار په پنځمه ناحيه كې استوګن دى.
دى ولسي شاعر دى، تر 4000 زيات شعرونه يې ليكلي، خو له بده مرغه چې دوه ځله يې شعرونه له منځه لاړل، خو اوس يې زيات نوي شعرونه سره راغونډ كړي، چې ځينې يې د سندرغاړو له خوا په ترنم كې ويل شوي هم دي.
د ده شاعري د ارواښاد سيد عبدالخالق صادق شاعرۍ ته ورته ده، چې هغه هم په خپله ساده شاعرۍ كې د مينې او الفت خبرې كولې. كه هرڅومره زيات وختونه تېر شي او ډېر نور ولسي شاعران راشي، بيا به هم د ارواښاد صادق مقام او د شاعرۍ رنګ پر خپل ځاى پاتې وي، ځكه دى د كندهار په ولسي شاعرۍ كې بېل مقام لري او د شعرونو ډېره برخه يې د سندرغاړو له خوا ويل شوې ده.
ښاغلى مينيار هم همداسې دى، دى كه له يوې خوا د خپل هېواد مينه ستايي، له بله پلوه بيا د روانو حالاتو انځورول هم له ياده نه باسي. كله- كله يې ځينې بيتونه د ارواښاد ملا عبدالغفار بريالي د ځينو شعرونو اغېز په ګوته كوي او كله- كله بيا د غني خان له شاعرۍ سره ورته والى ښيي. ښايي دا يې د مطالعې له كبله له هغوى څخه اغېز منلى وي.
زيات شعرونه يې ترانې دي، چې څرګندوي سندرغاړو ته ليكل شوي دي، اكثره وخت د قافيې تر څنګ رديفونه كاروي، لكه ګل، وچ او داسې نور... دى په دې برخه كې كومه ستونزه نه لري، په شاعرۍ كې يې رواني نغښتې ده، كه له بېځايه شعارونو او لاپو شاپو څخه يې نوره هم فاصله واخيستله، كېدى شي په حماسي شاعرۍ كې يې زيات خوند پيدا شي.
ترانه
اى زما وطنه! تا به بيا ګل و ګلزار كړمه
ستا په پاكه مينه به دا خپل سر و روح ځار كړمه
ستا و هر دښمن ته په ډګر كې درېدلى يم
هم له لوږو تندو په سنګر كې جنګېدلى يم
هر غليم به پړ كړمه اخر بې سر په دار كړمه
ستا پر پاكه خاوره چې ناكامه روس يرغل وكړ
ما هم ملا تړلې وه، پر لوى خداى مې توكل وكړ
ټول مې تار په تار كړل، لا تر دې بې تار په تار كړمه
څوك چې په داخل كې دغه ستا خرابول غواړي
يا دې په نړۍ كې تاريخونه ورانول غواړي
زور مې د ايمان دى په ډبرو بې سنګسار كړمه
ته افغانستان يې موږ دې ټول افغانيت ساتو
كور د مسلمان يې بل دې نوم د اسلاميت ساتو
مات به دې پوځونه په هرځاى كې د اغيار كړمه
ستا په هره دښته كې رنګين- رنګين ګلونه شته
هم دې مينيار لره له مينې ډك شعرونه شته
زه به دې په خپل شعر او قلم سره سينګار كړمه.
وچ
وچ كلى شو، پر وطن شو ګلستان وچ
مځكه وچه، باغچې وچې، هم اسمان وچ
خدايه فضل وكړې لويه كاختي راغله
چې پر موږ به اورېده هغه باران وچ
ښه اوبه به د روستم د غره راتلو وي
اوس په سر كې لا باغونه د پاتان وچ
بلبل وږى په چيو چيو له باغه ولاړى
ټوله وچ شول، يو تر بله شو بوستان وچ
د مليار له خولې مې هسې فرياد واورېد:
حرم وچ شو، نرګس وچ شو، هر ريحان وچ
بيا له خپل چمنه كوچ وكړ توتيانو
په بهار كې منى راغى، كړ خزان وچ
پس له څو كلو به بيا راشې سپرليه!
غرونه وچ، رغونه وچ، ټوله بيابان وچ
هرڅه وچ شول، په وطن مې مينياره!
چې قلم نه كړې د شعر پر دېوان وچ.