Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-05-05  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

غزل

ستړی یم مزل کښي یم منزل مي شه
راشه د زړه چیغه شه غزل مي شه


څو پوري به ګرځمه زه در په در
کور مي شه ماڼۍ مي شه محل مي شه


تل به دي په سر کښي ګرځومه زه
راشه لږ اشنا د پټکي ګل مي شه


زه ټول څړیکه _څړیکه یم پرهر یمه
 راشه ته طبیب مي شه درمل مي شه


لږ مي چي زخمي سلګۍ قراري شي
غیږه کښي مي څملوه اجل مي شه


زه د بیلتانه ګرمي صحرا وسوم
زلفي په ما واچوه ځنګل مي شه


01-01-06   کابل- یکشنبه

 

جمیل اخندزاده   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005