منيه كې دژوندخواږۀ،ترخۀ وايې
څۀ وايې ،قُمري دمينې ،څۀ وايې ؟
زړه كې دقران په يادساتلى دى
ته وايې (ياسين) دقران زړۀ وايې
ته يوه قمري زمادغرونويې
ته يې پښتنه ،ميره دنجونويې
چېرته به داپاك زړګى خرڅ نكړمه
تۀ مې زړه ،دمينې دموجونويې
عفت به دې پخپل پښتون غرورساتم
پټه دې په زړه كې لكه نورساتم
ځانته غاوره نشې ،لږپام كوه
زه به دې هوس ساتم سرورساتم
څومره دې په مينه نصيحت كړى
وروڼوته دې دارنګه وسيت كړى
يوافغان ملت شئ ،سوله راولئ
خوږدې په سندرومحبت كړى
سوله دې ارمان دى ،سوله پاله يې
ځكه له سيالانوسره سياله يې
نوم به دې زه پټ په غزل وليكم
تۀ به په تاريخ كې يوه ملاله يې
وير په خپلو وروڼو،خويندو تل كوې
تۀ دجنګ غندنه په غزل كوې
ځكه دې ستاينې ته راپورته شوم
ګلې په نظمونوكې څه چل كوې
ته دخداى په دركې تل دوعاكوې
داغوښتنه هروخت په ژړاكوې
ژونددماناراكړه اوښكلا راكړه
داسې يوه عجيبه تمناكوې
څومره په خوږو ټپوكابل ژاړې
بورې ميندې ،ورارې خويندې تل ژاړې
شمس به دې ،دوړانګوغېږكې ونيسي
تۀ لكه شبنم چې په هرګل ژاړې