شړنګهار
کړه مې داسې تل دياره سره يوځای
لکه درد وي د پرهاره سره يوځای
زه ګيله په مخبت کې له غم نه کړم
غم او عشق ځي تل په لاره سره يوځای
ساه زما شي بنده بنده چې ته خاندې
د بنګړو دشړنګهاره سره يوځای
ورځ له تاسره جانانه خوچې شپه شي
زه اوغم شو ترسهاره سره يوځای
په شنه فصل اوسپرلي کې څومره خوندکړي
ترانم ترنګ دستاره سره يوځای
د_ثاقب_ترڅنګه داسې ښکارې ګرانې
لکه سروه د چناره سره يوځای
اميرالله ثاقب_خوست
2008/5/8