غزل
ستا ارمانونه وژاړم که ستا ګيلې وژاړم
زړهَ ستا دردونه وژاړم که ستا ټوټې و ژاړم
نه د غمونو زورلرې او نه توان د خوښي
زړهَ ستا جامونه وژاړم که ستا توبې وژاړم
کله قسم دې راتلو خورې کله وعدې کړې اشنا
ستا قسمونه وژاړم که ستا وعدې وژاړم
یو ځل مې وژړوې بیا مې راپخلاکړې اشنا
زه ستا نازونه وژاړم که ستا نخرې و ژاړم
کله زاهد شې کله شیخ کله ناصح جمیلَ
زه ستا کارونه وژاړم که ستا څیرې وژاړم
کابل ـ دالائید میلمستون - 23-12-2005ِ