Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-20  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد صديق ادبيار

د راغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
ښاغلى محمد صديق ادبيار د محمد انور عطا زوى، په 1324ل كال د كندهار په دويمه ناحيه كې، په يوه نېستمنه كورنۍ كې زېږېدلى دى. په 1330ل كال ”مشرقي“ ښوونځي ته داخل شو او تر شپږم ټولګي پورې يې خپلې زده كړې ورسولې، خو له بده مرغه چې د وخت ناخوالو او ستونزو بېرته له ښوونځي څخه ليرې كړ. په 1339ل كال له پوهې او علم سره د مينې له كبله يوځل بيا احمدشاه بابا لېسې ته د اووم ټولګي لپاره ومنل شو او هملته يې خپلې زده كړې پيل كړې، چې په 1349ل كال ترې بريالى فارغ شو.
څه موده يې د ښوونكي په توګه هم دنده پيل كړه. خو بيا هم حالاتو ورسره يارانه ونه كړه، نو له دې كبله غريبكارۍ ته اړ شو، چې تر ډېره وخته په كې بوخت و.
د ښوونځي له مهاله يې شاعري خوښېده او هيله يې لرله، چې يوه ورځ يې قلم دغه هنر وزېږوي او دى وكړاى شي په خپله داسې شعرونه وليكي، چې هم هنري ارزښت ولري، هم د ولس په طبعه برابر وي.
د ده شعرونه د مذهب، دين، اخلاقو او يووالي خبرې لري، چې ژبه يې ډېره ساده ده، داسې ښكاري چې ادبيار هم له ولسي شاعرانو سره زياته مينه لرله، كه څه هم موضوعات يې ساده دي، خو بيا يې هم هڅه كړې يو څه هنري بڼه او رنګ وركړي. له دې كبله يې خپله دغه تجربه روانه وساتله.
هازلېټ وايي: ”شاعران تر زړورو او دلېرو خلكو ډېر تلپاتي دي، د شاعرانو د ابديت وږې ډېرې خورې كېږي“.
ښاغلى ادبيار د 1382ل كال د سلواغې پر 13مه نېټه د ورپېښې ناروغۍ له كپله له دې نړۍ څخه سترګې پټې كړې.


الجبر خورا ګران دى
قران كريم ښه دى، د هر مومن په زړه دى
د ټولو خو هم زده دى، دا نور مضامين سخت دي
زما اول دغه بيان دى
الجبر خورا ګران دى

دينيات شريف قربان شم
پوه بې په بيان شم، په مينه بې ګويان شم
هرڅه په كې بيان دي
بې له شكه نمايان دي
الجبر خورا ګران دى

زما خوښه ده پښتو، ليكم يې په بيتو
په هر راز صفتو
سلام و هغه چا ته
چې يې خوښ دغه داستان دى
الجبر خورا ګران دى...

صالح محمدصالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005