Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-05-12  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

د ارواښاد کبير ستوري په یاد

چې مئین په پښتونوالي شي کبیر شي
پت  ښیګړه ننګ او توره ئی تقدیر شي
په سکروټو لیکي خپل  ژوندي خیالونه
که بیداره د پښتون اوده ضمیر شي
دقلم د تورې بریښ سره لوبیږي
ښکاره نخښه په ذهنونو د توپیر شي
سندريزه جامه واغوندي پیغام ته
چې ساده د پښتنو د ژوند دستور شي
ستوري ستوري رڼاګانې په ياد پريږدي
پاتې قوم ئې په ژړا دده په وير شي
دکونړ په تنر بيا زما سلام دی
که ټاټوبی بيا د داسې بل صغير شي
پښتانه به هله ياد هنر د ننګ کړي
که دنيا د کبير ستوري ته دوې ځير شي
شفېق ادبي څېړنځی
کابل - افغانستان
society@eikmail.com


ډاکټر ننګ کاموي   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005