غزل
چرته چې د لعل سره د مار خبره ياده شي
ماته ستا د زلفو او رخسار خبره ياده شي
بس دى شيخه ډيرې ستا د نصيحت قيصې
پريږده چې لږ څه پكې د يار خبره ياده شي
خداى شته قددرازې ليلا ته راته راياده شې
چرته چې د سروې يا چينار خبره ياده شي
د غربي سازونو مو مازغه راته نور ولې كړل
لږ دې د ډولكي او د ستار خبره ياده شـي
ما او تا خو خامخا لاليه ورشميري خـلك
كله چې په كلي د وزګار خبره ياده شـي
ياره په ايمان چې د قدرت ورته ملا ماته وي
وخت د ماذيګر كې چې د كار خبره ياده شي