Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-05-16  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

هيله

هيله
زمادنوي ژوند جانانه راشه غاړه راکړه
وکړه کرم، شه مهربانه راشه غاړه راکړه


قراره شپه ده زه دغم تبي نيولی يمه
چيغي مي رسي تراسمانه راشه غاړه راکړه


بغير له تا به مي هيچيري دزړه صود ونه شي
زما قرار، زما درمانه، راشه غاړه راکړه


خوب مي ليده چې تاحالات رانه په بله يوسي
نن بلا ډېر يمه پريشانه راشه غاړه راکړه


دوخت رقيب ته مي نور مه ښايه سينه مغروره
زماريښې_ ريښې ګريوانه راشه غاړه راکړه


د عشق په جګو ټيټو لارو مې مزل کړی دی
ثاقب يم ډېر ستړی ستومانه راشه غاړه راکړه

اميرالله    ثاقب ___خوست

اميرالله ثاقب   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005