تاته چي د كوم سړي كاته وشي
بس د خپلېدو يې درته زړه وشي
ستا د هجر درد مي زړه كي داسي دى
سم لكه په زخـم كښي اوبـه وشـي
ما ته خو بس تل بيلتون په برخه وي
ويش چي د وصال او بيلتانـه وشي
ستا واورين واورين رخسار چي وګورم
تكــڼه غرمه كښي مي ساړه وشـي
وايه كنه !څه دنيا به ړنـګه شـي
ياره كه لږ څه درځينې ښـه وشي
مړ به شي دا واوره پـه قسـم يـاره
بې لتا به ژوند د قـدرت نـه وشـي