کړه مي داسي تل دياره سره يوځای
لکه درد وي دپرهاره سره يوځای
زه ګيله په محبت کي له غم نه کړم
غم اوعشق ځي تل په لاره سره يوځای
ساه زما شي بنده بنده چي ته خاندې
دبنګړو د شړنګهاره سره يوځای
ورځ له تاسره جانانه خوچې شپه شي
زه او غم شوترسهاره سره يوځای
په شنه فصل اوسپرلي کي څومره خوندکړي
ترنم ترګ دستاره سره يوځای
د{ثاقب}ترڅنکه داسي ښکارې ګرانې
لکه سروه دچناره سره يوځای
اميرالله_ثاقب__خوست