Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-21  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد طاهر سعيد

دارغند څپوژبه (دوهم ) :
محمد طاهر سعيد د جمعه ګل زوى په 1982م/1361ل كال د روزګان ولايت د چارچينې سيمې په باغ يوسف نومي كلي كې زېږېدلى دى. ديني زده كړې يې كړي، چې په كندهار او كوټه كې هم د پوهې او علم په لټون وتلى او اوس يې هم زده كړه روانه ده. تر اوسه يې ډېر شعرونه ليكلي دي، خو د خپرو شويو شعرونو شمېره يې لږه ده، له دې كبله د لومړي ځل لپاره ټولنې ته معرفي كېږي.
نوموړى هم په شعر كې فكر ته زيات مايل ښكاري، په ډېرو شعرونو او بيتونو كې د فكر يو تړون ساتي. كه څه هم ځينې قافيې او رديفونه يې تكرار ښكار او ډېرو شاعرانو په كې خپلې خپلې تجربې كړې دي، خو سعيد له ځوان دى او كه د لومړنيو شعرونو په توګه يې منو، نو باور دى، چې تر نورو تجربو وروسته به ده ده شعر هم نوښت او نويو قافيو، رديفونو، تخيل او انځورونو ښكلى او د ټولو د منلو وړ وګرځي. داسې ښكاري چې ځينې شعرونه يې د ترنم لپاره كښلي دي، ځكه زياترو شعرونو يې د هغو ولسي شاعرانو د بيان رنګ خپل كړى، چې ترانه ويونكو يا هم سندرغاړو ته يې شعرونه ليكلي دي.
كه چېرې د ښاغلي سعيد شعرونه د ترنم په خوږو ونغاړل شي، نو دروني او فكري رڼا به يې پر ډېرو زړونو اغېز وښندي.
خو د سعيد په شعرونو كې دا څرك هم ترسترګو كېږي، چې دى د پرمختګ پر لوري روان دى او ليرې به نه وي چې دى هم د معاصرو ځوانو شاعرانو په ليكه كې خپل ځاى ډك كړي او شعر يې د فكر او تخيل له مخې بېل رنګ او خوند خپل كړي.


اهونه
غمونه راته لار كې كړاوونه زېږوي
په زړه د مايوسۍ كې ارمانونه زېږوي
په كومه لاره لاړ شم، خو هدف رانه ورك شوى
هر وخت راته په لاره كې مزلونه زېږوي
ترڅو به د هجران په تورو شپو كې اسير اوسم
تقدير شمعې د رح ته توپانونه زېږوي
له ځان سره وير ژاړم د تسل ياران مې نه شته
رقيب راته له ورايه پېغورونه زېږوي
دا څه تندر راپرېوت په وطن د لوى افغان كې
ازل چې له ګلونو نه خارونه زېږوي
لوګى او لولپه شوم، دا د څه ګناه انجام دى
سعيده! چې سپرغۍ راته اورونه زېږوي.

بهار
منتظر يم ه بهار ته، بهار څه شو
شپې مې روڼې كړې سهار ته، سهار څه شو
د هجران زنځير تړلى دى تدبير زما
توى مې اوښكې كړې دلدار ته، دلدار څه شو
ما په وينو چې د وصل باغ سمسور كړ
اوس ژړېږمه ماليار ته، ماليار څه شو
وس و توان واړه اشنا راڅخه يووړ
اوس په تمه يم كرار ته، كرار څه شو.

هسك
ګرانه اشنا! بيا به دې ژاړي زړګى
مه كوه ظلم پر خوارانو باندې
داسې مغروره، بې پروا مه ګرځه
ګير به شې دام د عاشقانو باندې

د سترګو رمز كې دې مستي نڅېږي
يې د يو حُسن بې مثاله تصوير
چې ترې د مينې تورتمونه تښتي
هغه بخښلى دى و تا ته تقدير

هسې په شوخو خمارو سترګو دې
له مينانو نه خوبونه وړي
د ګلابي شونډو موسكا سره دې
ښكلو ځوانانو ارمانونه وړي

مه شه مغروره دا جهان تېرېږي
نه شته وفا، د دې دنيا په مخ كې
بيا به هم راشي كرغېړنې تيارې
هسې ځلېږي د رڼا په مخ كې

هسې به تا هم رېز مرېز كړي اشنا!
وخت د بدلون په دا مغرورو ګوتو
هم به دې هيلې د بېلتون په توره
كړي تار په تار په زورورو ګوتو

بيا به دې ګرمه غېږ سړه غوندې شي
درنه به واخلي عاشقان لاسونه
يار و ريبار او اغيار واړه به ستا
له سره واخلي د مقصد لاسونه

ته به هم بيا ووينې ځوان خوبونونه
درته په ياد به شي تېر شوى زمان
ستا په زړګي به ارمانونه ناڅي
نه به بدلېږي د تقدير هسك پيمان.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005