Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-05-20  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

خطا وتم

مابه دګــــــــران ســـــــره یاري کــــــــــوله
ماورتـــــــــــــه لاس وو د وروری ورکړی
ما يــــــــې دوســــتی کي صداقت لېدلو
ماوولـــــــــقب دصـــــــــادقـــــــــی ورکړی
***
مادهـــــــــیچا خــــــــــبره نه مــــــــــــــــــنله
چـــــي دادنیا کـــــي بې وفا هم شته دي
چـــــي تا کــــــي نه ویني د ځـــــــان فایده
يــــــــــــوداسي بدرنګه آشنا هم شته دي
***
نــــــه نــــــه خطا وتــــــمه داســــــي نه ده
دشــــــــعر مـــــــــــوضوع ور بدلومه دلته
ســــــــــــوې لـــــــــــه ماڅخه تلوار ملګرو
ګـــــــــــــــورئ پــــــه حال مو خبرومه دلته
***
يــووخت یودوست مي وه  وعده راکړې
کــــــه تــــــــــلو جوړه به ځو دګل دېدن ته
سبا ســــــــــهار چــي سوم دخوبه راويښ
څـــــــومره خــوشحال وم دبلبل دېدن ته
***
خـــــــو پــــــه بازار کي مي یو بل څه ولید
یارمي په نــــــــــاز روان دګــــــــــل طرفته
مــــــــا پــــــه زړګي باندي خنجر وخوړی
چي يــــــــــار مي ولیــــــدی یو بل طرفته
***
ما فــــــــیصله وکـــــــــــړه لـــــــــه ځان سره
چي نــــــــور د خــــــــــلکو مــــــــنم دا خبره
چـــــــــي نســــــــــته دلته بې مطلبه یاران
ډېـــــــــــــــــره يـــــــې کــړې ده رشتیا خبره


یادونه : له ټولو محترمو شاعرانو څخه ددې شعر په هکله نظر غواړم .
برېښنالیک :      naeem_afghan2002@yahoo.com

 

حاجي محمد نعیم - هرات   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005