Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-21  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد طاهر ناتوان

د ارغند دڅپو ژبه ( دوهم ) :
محمد طاهر ناتوان د غلام رسول زوى، په 1341ل كال د كندهار د برو دروازې په صافيانو كوڅه كې په خپل پلرني ټاټوبي كې زوكړى دى. لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې په شاه حسين هوتك ښوونځي او احمدشاه لېسه كې ترسره كړي، د دې تر څنګ يې ديني او نورې ځانګړې زده كړې هم كړې دي. د دوستانو او ادبي ملګرو له غوښتنې پرته په غونډو كې ګډون نه كوي، نوموړى د شعر او ادب په ډګر كې ادبي او اخلاقي معيارونو ته ډېر ارزښت وركوي، په شعر كې مانا او په مانا كې د ګران هېواد اسلامي او هېوادني ارزښتونه غواړي. د ارواښاد استاد الفت له شعرونو سره بې كچه مينه لري، له همدې كبله يې ډېر مهال د دې لوى شاعر له شعرونو سره خپل شاعرانه مزاج غاړه غړۍ كړى او ده هم د هغه پر پله د پرمختلو هڅه او هاند كړى، كه په شعر كې د مينې كيسه هم كوي، نو په ډېر احتياط يې بيانوي، د يوه لارښود په څېر يې هر مهال ژبې ته سمه لارښوونه او پند راځي. له ډېرو كلونو را په دېخوا شعرونه او نثرونه ليكي، ځينې شعرونه يې په طلوع افغان ورځاڼه كې خپاره شوي، د دې ترڅنګ يې ځينې ادبي ليكنې هم كړي، چې يوه ټولګه ځنې جوړېږي.
نوموړى اوس د يوه مدرس او ملاامام په توګه دنده ترسره كوي او د قلم له لارې هم خپلو خلكو ته ادبي او اسلامي خدمتونه كوي. د دې تر څنګ يو ښه ليكګر (خطاط) هم دى، چې ځينې لاسي بېلګې يې ډېرې هنري او ښكلې دي.
كه چېرې يې له اوسمهالې شاعرۍ سره هم خپل ځان بلد كړ او نوي ادبيات يې هم په غور سره ولوستل، نو كېدى شي د ده پ هشعرونو كې نور نوښت او هنري ځلا هم رابرسېره شي.


مومن
د مومن دا پر پاكۍ دلالت كاندي
چې همېش وي د ژوندون تر غمو لاندې
ځكه خلك په ناپاكو غرض نه كا
پاك غنم تر مېچن كاندي لاندې باندې

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005