كوڅه كې
تا وعده ايښې وه سهار كوڅه كې
سپو يم خوړلى په بار بار كوڅه كې
تا ويل ډوډۍ خورمه او زر درځمه
زه درته ناست يمه نهار كوڅه كې
جانان كه دا ځلې بانه وكړله
زه به ګريوان كړمه تار، تار كوڅه كې
ياره توبه مې شوه له دې يارانې
پرون يې ووهلم پلار كوڅه كې
((چهاردره وال))ليونى شوى يمه
ولاړ يم هېڅ نه لرم كار كوڅه كېسلطان چهاردره وال - كندوز
بېرته شاته