ته مې ياديږي
ته پيښاور ته مې کابل يې اشنا
ته مې ګلاب د تور اوربل يې اشنا
بې له تا ژوند زما نيمګړی ښکاري
ته مې ځيګر ته مې ګوګل يې اشنا
****
هم د په ورځ هم د په شپو يادوم
لکه باران دې په شيبو يادوم
خدای مکړه هسې ګناهګار نشمه
سحرماښام دې په تسپو يادوم
****
کله خاټول کله رمبيل ته ګورم
دستا د خوښې ګل چمبيل ته ګورم
دستا يادونه پکې ټال ؤوهي
کله نتکۍ کله اميل ته ګورم
****
اي غونډه منډه غنم رنګه ياره
دمينې تور په تهمت رنګه ياره
پخوا به ستا راپسې زړه چاوديده
اوس د کړم زه دځان ملنګه ياره
****
په خوب د وينم چي مې ځنګ ته ناست وې
لږ ګيله من وې کوز پلنګ ته ناست وې
زه تخنوم دې چې په خولا د کړمه
ته په غوسه وې تيار جنګ ته ناست وې
****
د شپې را ويښه شم اسمان لټوم
پکې ورک ستوری د جانان لټوم
دورځې هم ناسته قراره نه يم
لارې کوځې او بيابان لټوم
****
اوښکې مې توئ شي د ګريوان ميلمه شي
لکه شبنم چې د زافران ميلمه شي
دســتا يادونه په خبرو راشي
لکه چينار(۱) چې د کاروان ميلمه شي
****
کاش چې جانان مې مخستن ته راشي
ايله د تن وينه به تن ته راشي
«ځدرڼه » تا به په جرګه ورليږو
چې مرور مو ټول وطن ته راشي
(۱) د پیاوړي شاعر ښاغلي « کاروان » صیب د شعرو ټولګه « چینار خبرې کوي »