د آنلاین مشاعرې د پاڼې له کار کوونکیو څخه غواړم چې زما دتېرو څلوریځو د تبصرو برخه د لوستونکیو پرمخ خلاصه کړي. ډېره مننه (مظلوم)
پرهرونه د زړګي مي چي محروم دي له درمانه
په ورو ورو پسي شړېږي له افسوس او له حرمانه
هيڅ درڅه د اومېد نشته د فراق پدې تور تم کي
را ښکاره چي شي څه وړانګي ستا د وصل له اسمانه
چا له ما څخه پردی کړې جدايي دي نا بينا کړم
چا په سيم او زرو خرڅ کړې چا ذليل کړې تر دې شانه
کله کله وسوسې مي ستا کميس په وينو راوړي
کله کله دي بوی راشي ستا د ميني تر کنعا نه
کله کله مي خیالونه ستا زندان راته ستا تخت کړي
منارې يې دومره دنګي ته وا رسي تر اسما نه
کله کله امېدونه ستا کميس په مخ را خپور کړي
زه بينا شم په خپل فکر چي لا ړو ند يم تر دې آنه
آه چي کله به تقدير کړي ما او تا سره تر غاړي
د افغان ولس يوسفه د (مظلوم) دزړه ارمانه