ما زندانونه ژړوي ما زولنې ژړوي
ما دې حالاتو داستم او ناکردې ژړوي
په نوروکلیوکښې چه وینم په غورځنګ پسرلي
دخپل ټاټوبي مې سپیرې سپیرې کوڅې ژړوي
کله چه وینمه دې خپل کلې غمجن کلیوال
ما ئې دې غم او درد نه ډکې دا څیرې ژړوي
تل راته خښې وي په خپل ګریوان پردۍ منګولې
تل مې په مخ پردۍ نوکارې او پنجې ژړوي
بل ته ګلونه لارکښې ږدي ماته ازغي دې کیکر
ما دې اشنا دا نا اشنا غوندې کانې ژړوي