نا هیله
په ســـــد درته راغلی وم بې ســــده درنه ولاړم
خپل خود مې درته در کړ زه بې خوده درنه ولاړم
د لرې درته راغلم ما وې ساز به درته جوړ کړم
په خپل غم د اخته کړم بې مــــــطربه درنه ولاړم
یو ستړی د مزلو وم ما ویل دمه به لږ وکړم
بې خوبه په زړه ستړی او بې دمه درنه ولاړم
زه دلــــته په راتلو باندې پیښمانه یم پیښمانه
راغلی وم په خواند کې او بې خوانده درنه ولاړم
همدا به لومړنی وي اخیري به مې همدا وي
« ځدرڼ» غوندې نا هیله بې مقصده درنه ولاړم
په مینه «ځــــــدراڼ »