Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-21  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد ظفر فياض

د ارغند دڅپو ژبه ( دوهـم ) :
محمد ظفر فياض د محمد اسحق زوى، په 1974م/1353ل كال په كوټه كې زېږېدلى دى. خپلې زده كړې يې هملته ترسره كړي او اوس په همدغه ښار كې په خپلو ورځنيو چارو او دندو بوخت دى.
نوموړى هم د كوټې له هغو ځوانانو څخه دى، چې له خپلې ژبې، كلتور او ادب سره ډېره مينه لري، پالل او پرمختګ يې د ځان دنده ګڼي. كه چېرې مرګ يې د ژوند ډېوه پو نه كړه، نو اميد شته، چې دى به د خپلې ژبې او ادب په مقابل كې خپل دين او مسووليت ترسره كړي، ځكه دى لا له اوسه د خپلو هېوادوالو او بيا په عمومي ډول د ټولې انساني نړۍ په ناروغۍ پوه دى او په دې هم خبر دى، چې كوم رنځ دغې نړۍ ته ګواښ پېښ كړى دى. نوموړى په زړه كې يو پټ درد ساتي او د كموزلو انسانانو غريبي او خواري يې ځوروي. نو ځكه به د نظام وفا نومي ستر اديب خبره سمه وخېژي، چې ويلي يې وو: ”كه شعر سره وشنو، له ذرو څخه يې د اروا خواشيني، د زړه خوابدي، د سترګو اوښكې او د زړه وينې لاسته راځي، ځكه چې شعر د زړه خبرې دي، بايد زړه يې ووايي او زړه ورباندې پوه شي“.
د ښاغلي فياض په ځينو بيتونو كې د وزن او سېلاب سكتګي ليدل كېږي، خو كه د ويلو طرز بدل كړل شي، يا هم د موسيقۍ ځينو نوور طرزونو ته واچول شي، بيا يې دا نيمګړتيا وركېمي، خو كه فياض دغې برخې ته نور خيال هم ساتي، امكان لري، چې بيا يې شعر نور هم روان او په زړه پورى شي.


غزل
څو يو شان كړي، څوك بل شان، څوك خندوي، څوك ژړوي
يم حيران و دې رقم رقم قانون ته د سپرلي
لوى توپير دى څښتن ايښى د دې ښار د خلكو ترمنځ
څوك سپرلي ته په نڅا وي، پر چا اور پورې كوي
منم چې وي هرڅه سكون نوازه د سپرليو
خو سپرلي نصيب د چا چا دغه پېښه ازلي
كه هر خوا سپرلى غوړېږي، غوټۍ خاندي زما پرې څه
مات مړوند غوندې راكړې ده په غاړه زندګي
راكې نه شته د خندا هوس سپرلى د هغه چا وي
لري چې خپل ديار كې لاس تر غاړه اشنايي
ستاسو سپرلي كې خپل ويران چمن ته ګوري فياض
هره شېبه ګرېوان په اوښكو زړه په وينو لمبوي.

پاته شي
د چا غمخور په ځان پاته شي
بس ځينې دا رنګ انسانان پاته شي
هم له سكونه ياغي شوى ذهن
د جنون غېږه كې جانان پاته شي
شو پاره پاره انځور د زنځيرو
ستا به زنځير په لاس ارمان پاته شي
تصور چې رسي د تصديق مقام ته
بله ډېوه، مزار، زندان پاته شي
ما د نړاند زړګي منظر ليدلى
ګلشن صفت وي، بيابان پاته شي
ژوند د يوه ګل نندارې ته تېر شو
ځكه فياض فكر حيران پاته شو.

صالح محمدصالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005