شعر څۀ شی دی؟
هغه چې څوک يې وحيه بولي چا الهام بللی
چا د فطرت د استعداد غوره انعام بللی
څوک يې احساس او غا طفې لره تسخير بولي بيا
چا دجذبې ښکلي مسجد لره امام بللې
څوک يې نازکه ناوکۍ بولي او ذات يې ګڼي
ځينو سينګار د خوار ضمير صفت مدام ګڼلی
څوک يې عالم کې يو خوناب د زخمي زړۀ يادوي
يا يي دستي وتلی دم لۀ خولې د مړۀ يادوي
کله خو بيا د اباسين د وينو موج بالۀ شي
يا را وتلې د حيرت له ښاره فوج با له شي
که څوک مې هر څومره وهي زۀ يې دا ټول ګڼمه
ځان يې لا هم پۀ حقيقت کې شول او ګول ګڼمه
م، ن حق پرست (پکتيکا)