Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 0000-00-00  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

ځنځيرونه

                    ځنځيرونه

         زړه مې ستا غمونو کندې کندې کړو

          عقل مې سوچونو کندې کندې کړو

          شومه ليونی په کور ېې بند کړمه

          لاس مې ځنځيرونو کندې کندې کړو

            زړه را له د زلفو په تار  وګنډه

            ډېرو ارمانونو کندې کندې کړو

           فکرکړم چې بيابه بې دېدنه ځم

           وخت انتظارونو کندې کندې کړو

         نن ېې راته وې چې خوله به درکړمه

         ضد مې ستاشعرونوکندې کندې کړو

           يه ثاقبه شونډې څنګه در کړمه

          مخ مې ستاغاښونو کندې کندې کړو

 

                  اميرالله ثاقب_خوست 

اميرالله ثاقب   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005