خوب
ګرانې بيګا مې بدرنګ خوب ليدلی
ماوې چې چاته به ېې نه وايمه
خوګرانې ته چې مې نظرته راغلې
تاته د خوب ټوله قيصه وا يمه
ستااننګو داسې سورخي شيندله
لکه تازه وي غوړيدلی ګلاب
زماؤسپين مخ داسې زېړاوښتۍ
لکه خزان چې وي وهلی ګلاب
تادواړو شونډو له ؤرنګ ورکړی
له خوشحالی دې سره خوله نه ورتله
زماوې دواړه شونډې سختې وچې
ځکه له خولې ورته اوبه نه ورتله
ستاپه کاله کې جونې نه ځائېدې
کړو ېې اتڼ او خنداګانې ېې کړې
خوماته هم وو ډېر زلمي راغلي
سترګې ېې سرې وې ژړاګانې ېې کړې
له تاګلونه سره او زېړ چا پېر وو
خوتا په خپله ورته هېڅ نه کتل
ګرانې زه هم وم دګلونو منځ کې
خو وم ناتوانه ما هغه نه ليدل
خو فرق صرف داؤ راته غوږ شه ګرانې
د ناوي توب ډولی کې ناسته وې ته
زما له زنې سپينه رنجه تاو وه
دجنازې په کټ کې ايښی وم زه
خو چې شوم ويښ نو دستي پاڅېدمه
او ائېنه مې ځا ن ته ونيو له
رنګ مې ؤ زېړ او وارخطا غوندې وم
يوه شيبه مې ځان ته ونيوله
ښه ده چې کور دې رانيږدې دی مونږ ته
هغه شيبه مې ستا اواز واوريده
او بيا څه لږ شان غوږ نيولی شومه
نه مې ژړا او نه مې ساز واوريده
خواوس دخوب له نومه بد مې راځي
ځکه چې رنګ ېې دبيلتون راوړی
په عاشقانو ېې هېڅ زړه نه سوځي
سم ېې دغم غوندې قانون راوړی
اميرالله ثاقب__خوست
2008/4/20