Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-21  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد عظيم ارمان

دارغند دڅپو ژبه ( دوهم )
محمد عظيم ارمان په 1979م/ 1358ل كال د بوري (لورالايي) په اورياګي كاكړانو نومې سيمه كې زوكړى دى. اوسنى استوګنځى يې د پښين تراټه كلى دى. نوموړي تر څوارلسم ټولګي پورې زده كړه كړې او اوس د ښوونكي په توګه دنده ترسره كوي، د نوي نسل د ښوونې او روزنې تر څنګ خپل ادبي او هنري كارونه هم پرمخ بيايي.
نوموړي له ماشومتوبه له شعر سره مينه لرله، خو كله چې يې د خپلې خوښې شاعران: حمزه بابا، دروېش دُرانى، پيرمحمد كاروان، تېمورشاه كمال، خاطر اپرېدى او اسحاق ننګيال ښه ترا وپېژندل او د هغوى له هنري ذوق او څرنګوالي څخه خبر شو، نو دغې خوا ته يې خپله پاملرنه نوره هم زياته كړه، ځكه هغه ته كه د دروېش شعر د حقيقت هنداره نيوله، نو د كاروان نازكخيالۍ به يې هم ذوق تخناوه او خاطر اپرېدي به هم ورته د ژوند او هنر د پياوړو اړيكو څرګندونه كوله. يا به هم ننګيال پر رڼو اوبو د سپينو هيليو انځورونه ورته وړاندې كول. نو ده هم د دغو شاعرانو تجربو ته په پام سره خپله طبعه ازمايي وكړه او د يوې ټولګې په شا و خوا كې يې شعرونه وكښل.
كه څه هم د ده شعرونه ساده او نيمه ولسي بڼه لري، خو بيا هم يو شمېر انځورونه يې د سړي توجه ځان ته جلبوي. ارمان حقيقت پسند شاعر دى او تر ډېره حده يې د خپل چاپېريال او خلكو ستونزې او غوښتنې درك كړي او د واكمنو تر ماڼيو خپله چغه رسوي. له ارمان څخه ډېره نوره تمه هم كېږي، ځكه دى لا په شاعرۍ كې خپل لومړني پړاوونه وهي او په كار ده، چې د خپل شعر ښكلا ډېره او هنريت نور هم ځلند كړي.

غزل
تا زما د مرګ په نيت د جنګ توره جانانه راوړل
ما هم د روغې فيصله له خپله ځانه راوړل
ما خو د ژوند سپر تا ته كښېښوده پر مځكه ياره!
ما خو د مرګ قضاوتونه له پخوا نه راوړل
څه به د جنګ لښكرې جوړې زه له تا سره كړم
تا خو تختونه د سلېمان هم له اسمانه راوړل
تا كه مې هرڅو پر زخمونو مالګې واچولې
خو ما دې زلفو ته ګلونه له بوستانه راوړل
نور مې حاصل نه كړ ارمانه! په نيمگګړي ژوند كې
بس دا غزل مې له دې دومره لوى جهانه راوړل.

غزل
نه مې ماڼۍ، نه مې دولت په كار دى
په ښه اخلاق مې ښه عزت په كار دى
چې ستا په قدر باندې نه پوهېږي
هغه اشنا لره رخصت په كار دى
مينه، خلوص چې تل په زړه كې لري
له هغه چا سره محبت په كار دى
چې خپل ضمير تل په پيسو خرڅوي
له داسې خلكو نه نفرت په كار دى
د ارمان ژوند ټول په ګناه كې تېر شو
باداره! اوس مې مغفرت په كار دى.

غزل
زما ملګرى دې جانان وي، نور څه نه غواړمه
كه بيا مې ژوند پر بيابان وي، نور څه نه غواړمه
په تورو غرونو، ځنګلونو كې خوشحاله به يم
چې مې خپل يار پر څنګ روان وي، نور څه نه غواړمه
چې و رڼا ته يې موږ هر وخت ديدنونه كوو
سپينه سپوږمۍ دې پر اسمان وي، نور څه نه غواړمه
چې هرې خوا ته غوړېدلي وي تازه ګلونه
بل د سپرلي نرى باران وي، نور څه نه غواړمه
چې د پښتو ژبې خدمت كوي، په تورو شپو كې
ژوندي دې داسې شاعران وي، نور څه نه غواړمه
ارمان به تل لاس په دعا يم، د الله په در كې
مينه، خلوص، دې دا جهان وي، نور څه نه غواړمه.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005