څومره لږ وې، څومره ډېر شولې جانانه چا ويل چې رانه هېر شولې جانانه
ملنګان دې درنه ګردچاپيره ناست دي سم د پير بابا په څير شولې جانانه
ما وې را به شې او بخت به مې بيدار شي خو چې راغلې رانه تېر شولې جانانه
لکه باز کا په کوترې منګول ښخه داسې زړه نه مې چاپېر شولې جانانه
ته خو سم د زړه ژورو ته کېوزې ته خو سم د عابد شعر شولې جانانه
|