Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-06-03  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

غزل

غزل

 

ډېوه  مې مړه  شوله  رڼا  راسره  پاتې  نه  ده

ستا د ماشوم  ژوندون  ادا  راسره  پاتې  نه ده

 

  دګناهونو  پريښتې  بيا  راته  څله   راغلې ؟

توبه  مې کړې  ده  ګناه   راسره  پاتې   نه  ده

 

ستا شوخې سترګې په والله چې راته داسې وايي

درد  به  دې  ډېرکړم خو دوا  راسره  پاتې  نه  ده

 

دچا تصوير مې زړه کې دومره زر پيکه غوندې شو

يوه   خند ا  يې  شته  خو دا  راسره  پاتې  نه   ده

 

هسې  مې    شونډې    ښوروم  چې  ملا  وغولوم

خدايه  ما  وبښه   دعا  راسره  پاتې  نه   ده

 

 

محب

محب الرحمن محب   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005