غزل
تورو سترګو دې د غم سره اشنا کړم
څه غرض خو به دې وي چې دې جدا کړم
ستا د حکم د تعميل غرض پوره شي
که موسکا کړم که خندا کړم که ژړا کړم
ځان وژنه به مې ستا ذمه واري وي
مصوره که په بوت کې دې فنا کړم
څه چې نه يم نو هم ستاپه خوښه نه يم
څه چې يمه نو جانانه بس هم تاکړم
دادنيا مې تاته پر ېښو ده{سعوده}
زه به ځان له چرته بله راپيدا کړم
سيدشاه {سعود}