غزل
ورځ وی رڼا دشپی دی رنګ ورک شی
علم راځی خو که دا جنګ ورک شی
ناز به می څوک اخلی دزړه له کومی
اه که له ما دمورکۍ څنګ ورک شی
ستا دزلفینو خوشبو یی می بس ده
هیڅ پروا نشته که لونګ ورک شی
له سپین مړوند سره بنګړي مزه کا
څه یی مزه که ځنی شرنګ ورک شی
اغزي کر ي تل دګودر پر لا ره
له چا چی دین ایمان او ننګ ورک شی
عمری عقل به مو ځای ته راشی
که له وطن مو بوی دبنګ ورک شی
په درناوی / محمدعلی عمری/ جنږبی پښتونخوا / مسلم باغ
umari77@gmail.com