د غزني ولایت د یوه دنګ غره په ویاړ
ای زموږ د غرور تاجه ای زموږ دنګه ناهوره
څومره پراخه دي لمن ده هسي ښکارې لکه حوره
هر بچوڼی دي موسی دی پلوشې دي ورته ښايه
دبابا د پټکي وله ای زموږ افغاني طوره
ته ريښتيا زخمي زخمي يې ستا پرهرته پټۍ نشته
ته مورچل زموږ د غازيانو د غليم مور دي کړه بوره
تا کښي ښخي ککرۍ دي تاکړل ډېر هډونه خاوري
هديره د يرغلګر يې ته سرلوړی يې با توره
دا در تېر نه شي په زړه کښي چي غليم ته به دي پرېږدو
ستا بچيانو ده زده کړې سرښندنه له منصوره
موږ شيندلي دي تخمونه ، د سرو وينو٬ پسرلي ته
چي غاټول را زرغونه شي ستا لمن کاندي پر نوره
بيا به ستا سينه شي ځاله د سرمستو ګربتانو
چي پرواز يې اسماني وي برګ برګ ګوري له غوروره
(مظلوم) وياړي ګران هیواده ستا په دنګو دنګوغرونو
چي تېره يې ده ساتلې دا زموږ زنګنه توره