Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-21  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد قاسم صياد

دارغند دڅپو ژبه ( دوهم )
محمد قاسم صياد، د محمد شفېع زوى په 1963م/1342ل كال د پښين په مچان نومي كلي كې زېږېدلى دى. خپلې زده كړې يې تر (اېم- اې) پورې رسولي او اوس هم د پښتو ژبې تكړه ښوونكى دى. چې نورو خواخوږو پښتنو ته پښتو ورښيي.
له ډېرو كلونو راهيسې يې د شعر او ادب ډګر ته رادانګلي او خپله طبعه يې ازمويلې ده، چې په بېلابېلو خپرېدونكو مجلو، ورځپاڼو او جريدو كې يې د نثر او نظم بېلګې خپرې شوې دي.
محمد قاسم صياد په پښين، بيا په خپلو همزولو كې يوه پېژندل شوې څېره ده، چې په ګڼ شمېر ادبي او فرهنګي غونډو كې هم ګډون كوي او دى هم نورو برخوالو ته خپلې ادبي پېرزوينې وړاندې كوي.
دى كه له يوې خوا د خپل ژوند په ستونزو كې راښكېل دى، نو له بلې خوا يې خپلې ادبي هڅې هم روانې ساتلي او لا يې دا ډګر نه دى پرېښى. پر شعر يې د ځينو اوسمهالو سرلارو شاعرانو اغېز پروت دى. خو صياد لا ځوان دى او هيله شته چې د رياضت په لومه د شعر ډېرې هوسۍ ښكار او بيا يو مهال ځان د شعر يو ماهر او برلاسى صياد څرګند همداراز خپل ادبي او هنري نبوغ وځلوي.
كه ځينو ناپوهو او كمظرفو انسانانو به د پيرمحمد كاكړ زړه ورماتاوه او په همدې ناسمو چلندونو يې هغه كډوالۍ ته اړ كړ، نو صياد هم ځان له داسې ځينو كسانو سره لاس و ګرېوان ويني، چې د ناپوهۍ په ناروغۍ اخته دي او له كوم منطق او استدلال پرته بېځايه شخړې زېږوي. خو صياد بيا هم دا سوچ كوي، چې د نړۍ كومه برخه له ناپوهانو پاكه ده او هغه سيمه ده، چې ټول خلك يې د هنر په قدر او اهميت پوهېږي؟ دى په دې برخه كې تر ټولو زوروره وسله زغم ګڼي او په خپله هم دغه پناځي ته ځان رسوي.

غزل
راشئ چې پورې كړو په ګډه اوس په كار لاسونه
كوي خدمت د خپلې ژبې خدمتګار لاسونه
وطن مې ژاړي او په چغو چغو وايي موږ ته
زما له ګرېوانه وكاږئ دغه خونخوار لاسونه
څنګه به اوس دغه نازكه غوټۍ ګل شي خدايه!
خزان ظالم دي ورتړلي د بهار لاسونه
ترڅو به موږ يو د غفلت په خوب ويده ملګرو!
راشئ چې غوڅ كړو له وطنه د اغيار لاسونه
منګول مې ډكه شي په اوښكو اى صياده! ځكه:
چې د دعا لپاره پورته كړم دا خوار لاسونه.

پلو
پلو دې ليرې كړه له مخه چې دې وپېژنم
له ما نه ورك په ښايستو كې يې تا نه پېژنم
دا دې له ځانه پرېكړه نه وه، دا بل په خوله وه
چې كوم سبق يې دركړ تا ته هغه خوله پېژنم
اوس كه يې ښه بولې، كې بد ګڼې اشنايه زما!
چې څه دې كړي دي، دا ټوله بد او ښه پېژنم
زما پېرزو نه ده پر تا او پر خپل ځان جدايي
ته چې يې بېل كړلې له مانه هغه ښه پېژنم
صياده! زموږ خو اول پرام نه و پر دغو خلكو
چې يې كړل زړونه زموږ لوټ اوس ټوله غله پېژنم.

ژړا
وي مې تلوسه چې دى به كله ژر راورسي
ډك وي له غمو چې هر سبا سحر راورسي
زه چې د وصال په هيله ستا پر لوري تګ كوم
مخ كې ناګومانه د بېلتون يو غر راورسي
تا ته كه زما د ژوندانه دي ټول اوقات معلوم
ما ته هم دا ستا په باب هر يو خبر راورسي
كله چې زه ستا و شوخو سترګو ته په ځير شمه
ميان ته مې د زړه ستا د بڼو خنجر راورسي
توري حبشي جامې به وباسي له تنه ستا
لږ انتظار وكړه تورې شپې! چې لمر راورسي
وايي كه شيدا چې د مريض شفا ده زموږ غزل
ما ته د صياد د هر يو بيت اثر راورسي.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005