بهار مو لکه زوم د ګلو ها ر په غاړه راووړ
منصور ګلاب يې ځان سره سنګسار په غاړه راووړ
راتاوي هره خواترې تامبو والي د پسر لي دي
و سروي ناوکۍ ته یې سينګار په غاړه راووړ
بلبل مو بيا د زړه له تله باسي سوې چيغي
مطرب د ترانو مو بيا سيتار په غاړه راووړ
بقال چي د عطرونو بيا زموږ کلي ته راغی
هر غره مو ورته ګوره لاله زار په غاړه راووړ
دسرو ګلو ټوکرۍ مو کړه مزار لمن کي تشه
امېل د نارنج ګل مو ننګرهار په غاړه راووړ
کندز لکه شهيد زموږ د بدر سور په وينو
غاټول يې په ټټر د هر پر هار په غاړه راووړ
ټاټوبی د مېلو مو خلګو ځکه کندهار شو
پایلوچ انار مو بياچي سور انګار په غاړه راووړ
يوسف د پسر لي چي رانه ورک ؤ په کلونو
يعقوب افغان ولس ته يې ديدار په غاړه راووړ
بادام لکه سپين ږيری د نسيم وږمو ته ناڅي
سپين ګلي چي (مظلوم)ته يو یادګارپه غاړه راووړ