په هېلمند کې د بي بي سي د وژل شوي خبريال ځوانيمرګ عبدالصمد روحاني په ياد .
شعر زيرک فهيم _ جلالکوټ
ټکه
بيا له شنه اسمانه ټکه رالوېدلې
بيا خړوبې شوې د چا په وينو خاورې
بيا د کوم قاتل په ګوتو کې وو غشي
کوم قاتل روان و د بل قاتل په لارې
په تنکي وجود دې زړه نه خوږېدلو
په لاسونو کې دې يې څومره انرژي وه
چې دې پاڼې د ګلاب را رژولې
دې بدبخت زړه کې دې دومره بې رحمي وه
ته پوهېږې چې د چا په يوه څپېړه
سل مخونه کوي درد ورسره ژاړي
د ګاونډ د خلکو سترګې به هم سرې وي
مور به ژاړي ، خور به ژاړي پلار به ژاړي
اولادونه به بابا له ږيرې نيسي
ماشومان دي خپل دادا به ځنې غواړي
بيا له شنه اسمانه ټکه رالوېدلې
بيا خړوبې شوې د چا په وينو خاورې
بيا د کوم قاتل په ګوتو کې و غشي
کوم قاتل روان د بل قاتل په لارې
چې دې خوله د ماشين ګڼې کړه ورټيټه
دا دې نه ويل چې څوک وژنې قاتله
دا دې نه ويل چې دا خو هم انسان دى
لا وړکى دى په زړه کې يې ارمان دى
اوس يوه موره شوله بوره زړه يې مات شو
بوډا پلار له لاسه هم امسا شوه ورکه
يو ماشوم ته به همزولى وايې يتيم يې
يوه کونډه به اوس کړي له هر چا کرکه
بيا له شنه اسمانه ټکه رالوېدلې
بيا خړوبې شوې د چا په وينو خاورې
بيا د کوم قاتل په ګوتو کې و غشي
کوم قاتل روان د بل قاتل په لارې
يادونه :هيله ده چې خلکو ته پر شعر دغږيدو حق ورکړې
مننه