نه منم
چې په پښتو مړ نه ئې پښتونه ستا پښتو نه منم
تش په نامه دې تاؤ د برېتو د وېښتو نه منم
نه وی پښتو نه کړې پښتو، نه په پښتو پوهېږې
غلام ژوندون دې د خوارۍ او سوال غوښتو نه منم
پاڅېږه مات کړه ځنځېرونه او غوراب د جبر
نور ورځې شپې د بل ظالم د بد بختو نه منم
خپله باتور شه، مړنی په تېرو مه نازېږه
تورې مخښل په مړه ښامار د تېر وختو نه منم
شه قرباني په خپله ژبه او څوګند پښتونه
سپين مخ دې وخت سره په تور د اووختو نه منم
تا نه خو پېغله پښتنه توره په لاس هم ښه ده
چې مقابل کښې ئې ښاېست د پرښتو نه منم
که پښتو درومي، ورسره ځم جهنم په لوري
لالچ د پئېو او د شاتو د لختو نه منم
د قام په لار کښې چې سر کښېږدي نو هغه زلمی دی
دا په بړستن کښې مړه شين خيټي په تختو نه منم
چې زه شوم ننګ، په وينو رنګ، هله تسل مې وشو
ځکه زه مرګ د ځنکدن د لوې سختو نه منم
شفېق ادبي څېړنځی
کابل
society@eikmail.com