Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2008-06-12  م  خپرندوی : میلمه چا پي بڼه

غزل

مینه خو ډیر باسي اشنا هسي له کاره سړی

خدای دي جلا نه کړي زما غوندي له یاره سړی

 

چي بې خبره وي له حسنه شونډي نه پیژني

څه به په یار باندي خبریږي بې رویباره سړی

 

زموږناوسه ژوندبه څه وي او څه به وکړي

چي موږ یې مخته کړو هغه سي بې کرداره سړی

 

عجب دودونه دي زموږپه کلي نوي نوي

یوکلی نړۍ سوه هر څوک شوبې اتباره سړی

 

ده ګلوپاڼي چي ښکلیږي نومئین غواړي

زموږهرګل ده ظلم ښکار لکه بې یاره سړی

 

هرچاده خپل ټوپک شپیلۍ سره کړه ده بل په وینو

ځکه خویو دي بې قصوراوقصورواره سړی

 

محب ښېراز

کلاسیف الله سهیلي پښتونخواه

محب الله خان ښېراز   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005