Home Contact Us Tola Katoonki
Download Pashto Font
دخپریدو نیټه ٧٨ / ١ / ٦٢١  هـ ل  | 2006-01-21  م  خپرندوی : ( خالد هادي حيدري) چا پي بڼه

محمد كفيل محب

دراغنددڅپو ژبه ( دوهم ) :
محمد كفيل محب د الحاج مولوي روزي محمد زوى په 1363ل كال د زابل ولايت د شاه جوى ولسوالۍ په ملاناصر كلا نومي كلي كې زېږېدلى دى.
خپلې زده كړې يې په كوټه، كابل، زابل او نورو سيمو كې ترسره كړي او له دوولس كلنۍ راهيسې يې په شاعرۍ پيل كړى، چې تر اوسه يې ګڼ شمېره شعرونه ليكلي دي.
څرنګه چې ښكاري نوموړي شعر ته زياته پاملرنه نه ده كړې، بلكې كله- كله يې قلم اوچت كړى، د دې تر څنګ يې خپله پرله پسې مطاله هم روانه نه ده ساتلې، نو كه چېرې يې شعرونه لولو، سړي ته داسې ښكاري چې شاعرانه منطق يې ښايي ډېر وخت وروسته پوخوالي ته ورسېږي.
محب يو مينه ناك او د ښه ذهن خاوند ځوان دى، د زابل په غرنۍ سيمه كې د محب په شان نور ځوانان هم راټوكېدلي، چې د هنر او استعداد له مخې د ډاډ وړ دي، كه چېرې دى د انسجام لپاره هڅاند شي، له نورو سيمو سره اړيكي ونيسي او خپل نور ملګري په كار واچوي، نو كېدى شي په دغه ولايت كې بيا هغه ادبي غورځنګ پيل شي او د سره غره په حماسي غېږ كې يو ځل بيا د ادب او هنر وړانګې غزونې وكړي. خو ارمان چې حالات دغه ځوانان په كراره نه پرېږدي، ګنې اوس به مو په هر ولايت او هره سيمه كې يو ادبي غورځنګ او ټولنه لرلاى، چې د خپلې سيمې ټولې ادبي او فرهنګي چارې يې په خپله سمبالولاى. د دې ترڅنګ يې خپلې خپرونې په خپله څارلاى. خو اميد شته چې د ادبي او فرهنګي چارو لپاره به زمينه مساعده شي او ځوانانو ته به وخت وركړل شي، چې خپل تاند استعدادونه په كار واچوي. خپلو هېوادوالو، كلتور او ادبياتو ته ګټه ورسوي.

پيمان
كه ستا په مينه مې سر ځار نه كړ، شيدا به نه يم
كه پرې تېر خوږ ژوندون نه نه شوم، فدا به نه يم
كه ستا په مينه مې پتنګ غوندې لوګى نه كړ ځان
بيا هيله من يمه، عاشق دې په رښتيا به نه يم
ستا په تهمت كې مې د دار پړى له ځان كړ تاو
بيا نو قايل په حقه چغه او صدا به نه يم
كه د فرهاد غوندې مې سر درنه ځار كړى نه و
چې له شيرينې وي قربان هغه اشنا به نه يم
كه په شبنم د سترګو بيا مې مينه نوې نه كړه
بيا نو چلګير يمه ، اشنا! صادق همرا به نه يم
كه ستا و غم ته مې محب په زړه كې ځاى ورنه كړ
يم دروغجن او ستا وصل په سودا به نه يم.

صالح محمد صالح   

بېرته شاته

Webmaster[at]benawa.com Design by: Benawa Network Copyright © Lekwal.com 2005