دژوندرنګین ماښام ؤ, ترڅنګ مې ناست جانان ؤ
خاموشه شان فضاء وه, خفګان ورته حیران ؤ
دغم سینه پرې شوې , دهجرکوڅې شاړې
خوشحال لښکر راغلی زمونږ په عشقستان ؤ
آسمان ځمکه کې مینه, صحرا چمن کې مینه
بس هر طرف وه مینه همدغه مې ارمان ؤ
دعشق په مدرسه کې مجنون زما استاذ ؤ
دننګ په مدرسه کې استاذ زما افغان ؤ
ترډیرې مودې وروسته د کور ورډبیدلی
سوله وه راغلی بې جګړو افغانستان ؤ
دملک درو او دښتو اغوستی شین کمیس ؤ
په هرې خوا بهارؤ, فرارترې نه خزان ؤ
آریا که خراسان که د نن افغانستان دی
په ما باندی ډیرګران دی , پخوا راباندې ګران ؤ
ژرشه ای مومنده اوس تعبیر غواړه له ربه
کتلی دې بیا خوب دی پخوا زما ګمان ؤ
اپریل 2000