ساده عشق مې منزل ته خپله لاره کړي
جنون يي د دردڅړيکه له پرهاره ورکه کړي
داڅه بې خونده غږمې ترغوږونوانګازې کړي
دې وخت ظالم نغمه له کوم ستاره ورکه کړي
بلبل به دسهار زيري راوړل په ترنم کې
اوس ځاله يي کارغه له برچناره ورکه کړي
سپيره مخونه وچې شونډې پيغلې پکې ګرځي
دحسن ملکه چاله دې ښاره ورکه کړي
دچادګناهونوسيوري بياپرې غوړيدلي
سپوږمی يي له اسمانه ترسهاره ورکه کړي
جومات کې يي دشيخ ترڅنګه څه ستړي سجدې کړې
ځلاندلکه چې بياليلاخماره ورکه کړي