دماتم شپه وه هغه شپه ګذرګاه کې
چي ئې ولړزاوه عرش لوړه سماکي
سره اورونه وه دجنګ کمه کوڅه کې
سېلۍ رحم اوعاطفه نه وه په چاکي
وه ماشومه وه بې موره سرګردانه
وږې تږې بېنواڅیری ګرېوانه
دتاوده بې رحمه جنګ په ګولۍ ښکارشوه
روح ئې ورکړه په سلګواوپه ژړاکي
څلورنیم کاله ئې عمروه ماشومه
وه بې موره اوبې کسه نامعلومه
نه پرې وژړل نه پورته غېږکې چاکړه
نې په قتل څوک راګیر نې په ګناه کي
چي په تي ئې مړولې موردې نه وه
دللوللوویناغمخوردي نه وه
ته ده ټولونعمتونووې محرومه
ته چاراویستې محل دنااشناکي
خوره چاکه نه لیدلې رب لیدلې
خپلووینوکې بې شکه لمبېدلې
خدای شاهدچي ستاپه حال مي ډېرژړلی
یک تنهادي ورکړه روح درب درګاه کي
ای تنکیه ګله! ژونددي په اوبووه
ددې عمرژوندبې شکه په نازووه
ستاپه مرګ مي شولوغوڅ دزړۀ رګونه
صدافسوس په دې دولت اودې قضاکې
دزړۀ سرمي په تېره چاړه شوه غوڅه
چي په خاوروکي پرته وې ته بې کسه
ستاپه چغوملائیکودې ژړلې
نه ایمان وه نه غیرت هلته په چاکي
ای شاعره مات دي لاس مات دي قلم شه
چي ئې وینې نې لیکې عمردی کم شه
په ریښتېنې کی دی پورته څوک په دارکا
د((افسوس)) خبره مکړه دې سوداکي
ژوندترڅوبه ددهشت اودوحشت وي
ترڅه وخته به خاموشه انسانیت وي
اخرلاس به دانتقام توره کړې پورته
مجرمان به کړي رسواټوله دنیاکي